ارګ د کونړ د ۲۰۰ بستریز روغتون په ګډون اته پروژې منظورې کړې دي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې ۸ تدارکاتي مورده ارزول شوي چې په پایله کې یې ملي تدارکاتو کمېسیون له ۱،۷ میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټول تړونونه منظور کړل. په ورته وخت کې د اوسپنې او حرارتي پایپونو د تولیدي شرکت د جوړولو په موخه د انرژۍ او اوبو وزارت پېشنهادي طرحه له غور او بحث وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون تایید کړه. سربېره پر دې له ښرنې څخه تر انګوراډې پورې د ۵۰ کیلومترو په اوږدوالي د سړک جوړولو او بیارغونې پروژې قرارداد د تعدیل د منظورۍ په اړه د ټول ګټې وزارت وړاندیز، د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو تصویب کړ. د سرچینې په وینا، ولسمشر غني پر یادې پروژې د بحث پر مهال یو ځل بیا د پروژو په تطبیق کې د ادارو له لورې پر لا زیاتې څارنې ټینګار کړی دی.