د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو د هند له مرسته شویو غنمو څخه نږدې زر ټنه غنم وېشل کیږي. د کرنې وزارت پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت پر وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو د وېش په موخه نږدې زر ټنه غنم ددې ولایت مرکز ته لېږدول شوې، چې د اړمنو کورنیو تر سروې او پېژندې وروسته به یې د وېش لړۍ پیل شي. دغه غنم د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت تر هلو ځلو وروسته چمتو او وچکالۍ سره د مبارزې په پار پر وچکالۍ ځپلو خلکو وېشل کیږي. پر اړمنو کورنیو د غنمو وېش په داسې حال کې پیلیږي، چې تر دې مخکې هم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د زابل ولایت پر وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو یو زر او ۲۲۷ مټریک ټنه غنم وېشل شوي دي.