د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان وايي، چې دغه وزارت د (ایم جی اې ایم) چینايي کمپنۍ سره د لوګر د مس عینک کان پر تړون بیا خبرې پیل کړي دي. نهان د وزیرانو شورا اقتصادي فرعي کمېټې غوندې ته، چې مشري یې اجراییه رییس عبدالله عبدالله کوله وویل، چې دواړه غاړې هڅه کوي، چې د دې پروژې په مخ کې پراته خنډونه له منځه یوسي. د اجراییه ریاست د یوې اعلامیې له مخې، نهان د دې پروژې په اړه د معلوماتو پر مهال وویل چې د کان په شاوخوا کې د پرتو اوو کلیو د ځمکو استملاک او تصفیه، د تاریخي اثارو لېږد، د چینايي کمپنۍ د شرطونو منل او امنیتي مسایل هغه موارد دي چې دمګړۍ باید د حکومت رهبري یې په اړه پرېکړه وکړي. اجراییه رییس، وویل چې دی او ولسمشر غني د کانونو او پټرولیم وزارت له کړنو ملاتړ کوي. هغه له ټولو اړوندو وزارتونو وغوښتل، چې باید له کانونو او پټرولیم وزارت سره د دغې پروژې په عملي کیدو کې همکاري وکړي.