د هینلي اینډ پارټنرز ادارې د نړۍ د هیوادونو د پاسپورټونو په اړه خپله نوې ارزونه خپره کړې چې له مخې یې، سږکال پاکستانی پاسپورټ، د نړۍ په ټولو هیوادونو کې تر ټولو بې اعتباره پاسپورټ ګڼل شوی دی. دغه درجه بندي پر دې اساس شوې چې د مختلفو هیوادونو د پاسپورټ لرونکي، څومره زیاتو هیوادونو ته له ویزې بغیر سفر کولی شي. د سرچینې په وینا، د پاکستاني پاسپورټ درلودونکي اوس مهال د نړۍ یوازې ٣٣ هیوادونو ته، بغیر له دې چې وار له مخې ویزه یې واخلي، کولی شي سفر وکړي. په دغو ٣٣ هیوادونو کې، اکثریت یې غریب افریقایي هیوادونه دي. یوازینی عربي ملک چې پاکستاني پاسپورټ لرونکي بغیر له ویزې ورتلی شي، هغه قطر دی. له پاکستان څخه یوه درجه پورته بیا، د جنگ ځپلي هیواد، یمن پاسپورټ غوره گڼل شوی. جاپان د لیست په سر کې ځای لري، او پاسپورټ یې د نړۍ تر ټولو غوره پاسپورټ بلل شوی دی.