د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، تېر میلادي کال کې له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل بې مخینې وو. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په تېر یوه کال کې نږدې اته سوه زره افغانانو ایران په خپله خوښه پرېښی او یا ترې په اجباري توګه ایستل شوي دي. ددې ادارې د افغانستان د پروګرام مسوول لورانس هارټ وایي، په تېر میلادي کال کې افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر د ۲۰۱۷میلادي کال په پرتله ۶۶سلنه زیات وو. دا اداره وایي تېر میلادي کال له ایرانه خپل هېواد ته د ستنو شویو افغانانو شمېر ۷۷۳زره او ۱۲۵تنو ته رسېږي. په ورته وخت له پاکستانه بیا په همدې موده کې ۳۳زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.