اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي سوله باید په هېواد کې د تلپاتې ثبات په مانا وي. هغه چې نن یې په کابل کې د اساسي قانون د تصویب په ۱۵مه کلیزه کې خبرې کولې وویل، سوله د حکومت لومړیتوب دی خو نباید هغه لاسته راوړنې یې قرباني شي چې د هېوادوالو په زرګونو قربانیو تر لاسه شوې دي. هغه زیاته کړه که څه هم طالبان په وار وار دا تکراروي چې دا ډله د کلونو پخوا په څېر سختدریځه نه ده او موقف کې یې تغییر راغلی دی خو د نوموړي په خبره ددې ډلې په دریځ کې هیڅ بدلون نه ترسترګو کېږي. هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، که طالبان په ریښتیا هم سوله غواړي او دریځ کې د بدلون خبره کوي، نو باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، ځکه افغانستان منتخب حکومت لري او دا حکومت د افغانستان د خلکو استازولي کوي. نوموړي د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې موقت حکومت ته په اشارې وویل چې موقت حکومت د هېواد په ګټه نه دی او دا کار به هیڅکله هم تکرار نه شي.