د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مېکسيکو سره پر پوله ديوال جوړول قومي لومړيتوب او ضرورت بللی او زياته کړې يې ده چې له دې لارې نه يواځې په غېر قانونه توګه خلک امریکا ته ورځي، نشه يي توکي قاچاق کيږي، وران کاري ورځي او ستونزې جوړوي. هغه پرون ماښام امریکایي ولس ته په وېنا کې تور ولګاوه چې ډېموکراټ ګوند مرکزي امنیت ته لومړيتوب نه ورکوي. نوموړي له مېکسيکو سره پر پوله د ديوال جوړولو په اړوند ویلي هيڅ جوړ جاړی پرې امکان نه لري. هغه زیاته کړې، هېواد یې له امنیتي بحران سره مخ دی او که دا دیوال جوړ نه شي ښایي وضعیت تر دې هم خراب شي. ټرمپ ویلي، په غېر قانوني توګه هېواد ته ورتلونکي کسان د وژنو په سلګونو پېښو کې ښکېل دي او امریکا ته په ورتګ هلته هم ستونزې راپورته کوي، چې باید مخنیوی یې وشي. ټاکل شوې ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د هېواد د لويديځې پولې پر سفر ووځي.