د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د چین ولسمشر ته ویلي چې دی د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دویمې لیدنې ته ژمن دی او غواړي د کوریاله ټاپو وزمې د اټمي وسلو د لرې کولو پر سر د دوی ترمنځ د کړکېچ د هواري نتیجه ترلاسه کړي. د کېم دغه څرګندونې د چین او شمالي کوریا دولتي رسنیو نن وروسته تر هغه خپرې کړې چې کېم له پیکېنګ نه دوه ورځنۍ لیدنه پای ته ورسوله او بېرته په ځانګړي زغروال رېل کې پیونګ یانګ ته روان شو. دا په تېرو لسو میاشتو کې چین ته د هغه څلورم سفر دی. د کېم او ټرمپ لومړۍ لیدنه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په سینګاپور کې وشوه، د دویمې ناستې راپورونه هم ورکړل شول خو ځای او نیټه یې ونه ټاکل شوه چې له هغه وروسته په وار وار د دواړو مشرانو تر منځ پارونکې خبرې هم تبادله شوې.