د راپورونو له مخې چاودنه په یوه نانوایۍ کې رامنځ ته شوې ده او داسې اټکل کېږي چې د ګازو د ډبې له امله به شوې وي. د پاریس ځايي پولیس وایي چې په پېښه کې څلور کسه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي. د ټپیانو له ډلې د ۱۰ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. پولیس وايي د پېښې په اړه به لا ډېره پلټنه کوي او وروسته به معلومات له خلکو سره شریکوي. په پاریس کې دا نهمه اونۍ ده چې د حکومت ضد سخت لاریونونه روان دي. د همدې لاریونونو له امله په ټول پاریس کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.