د تونس محکمې ۴۱ هغه ترهګر چې په ۲۰۱۴ کال کې یې ددې هېواد په هنشیر التله سیمه کې له دولتي ځواکونو سره نښته کړې وه، په اعدام محکوم کړي دي. د تونس د محکمې ویاند السلیطي وایي، ۳۹ کسان فراري دي، چې په غیاب کې پرې یاد حکم پلی شوی، خو نیول شوي دوه تنه یو په دایمي او بل هم په ۵۰ کاله بند محکوم شوي دي. په ۲۰۱۴ کال کې د داعش ډلې ۴۱ کسیزې ډلې د تونس په هنشیر التله سمیه کې پر دولتي ځواکونو برید وکړ، چې په پایله کې یې ۱۵ تونسي سرتېري ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول. د همدې پېښې له کبله هغه وخت په تونس هېواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان شوی و.