سعودي عربستان غواړي په ګوادر بندر کې په ۱۰ میلیارده ډالر د تېلو چاڼځای جوړ کړي. د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفلاح په ګوادر بندر کې چې د چین له لوري پراخېږي ویلي، غواړي د تېلو د یوه چاڼځای په جوړولو او همدا راز د چین-پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د ګډون له لارې د پاکستان په اقتصادي وده کې مرسته وکړي. الفلاح پرون په ګواډر کې له هغه سیمې لیدنه کړې ده، چې ټاکل شوې دغه چاڼځای پکې جوړ کړل شي. هغه ویلي چې ددغه چاڼځای د جوړولو هوکړې د لاسلیک په موخه به محمد بن سلمان راتلونکې میاشت اسلام اباد ته لاړ شي او تر هغه وروسته به یې کارونه رسما پيل کېږي.