شپږ اونۍ کېږي چې په صربیا کې زرګونه کسان لارو کوڅو ته راوزي او ددې هېواد د پوپولیست ولسمشر او دولت پر ضد یې شعارونه ورکوي. دغه لاریونونه په لومړي سر کې د یوه مشهور سیاستوال او د اپوزیسیون د غړي لخوا پیل شول، چې وروسته یې د ګډون کوونکو شمېر ان زرګونه کسانو ته ورسېد. لار یون کوونکي په دغه هېواد کې د دومکراسۍ د پلي کېدو پلوي کوي او غواړي د دولت لخوا د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې لاریون کوونکي د صربیا ولسمشر الکسندر وجیچ په دې تورنوي، چې خبرې یې له نفرت ډکې او زهري دي، چې ډېر کله د خبرو پر مهال خپلو سیاسي مخالفینو او خلکو توهین پکې کوي. لاریون کوونکي وایي، وجیچ د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره له هرې چارې کار اخلي، خو نوموړی دغه تورونه ردوي او وایي، چې سیاسي مخالفین یې د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي.