نن پښتونخوا کې په زرګونه سپین ږیري، ځوانان او مېرمنې د ټانک تاریخي جلسي ته رسېدلي دي. دا جلسه د پښتون ژغورنې غورځنګ له لورې رابلل شوې. د یاد غورځنګ مشرانو پرون وویل چې په یاده جلسه کې به یوازې د نقیب مسید نه بلکې د ټولو هغو وژل شویو او ورکو شویو پښتنو د برخلیک پوښتنه وکړي چې د پاکستاني حکومت له خوا په بیلابیلو نومونه یا وژل شوي او یا یې هم برخلیک تر اوسه معلوم نه دی. ددې جلسې یو تن مشر پرون خلکو ته په وینا کې وویل، سبا نه یواځې د شهید نقیب د وینو د پوښتنې غږ پورته کېږي، بلکې د زرګونو او لکونو افغانانو د وینو حساب به له پنجابي ریاست نه وکړي. هغه زیاته کړه سامراجي دښمن د نقیب مسید په وژلو سره غوښتل، چې پر محکومو پښتنو افغانانو د ظلم او جبر لړۍ روانه وساتي، خو د مسید د څاڅکي وینو سېلاب د پنجاب پر لور ور روان دی او ډېر ژر به د نقیب مسید او په زرګونو شهیدانو د وینو په برکت پنجابي اشغال خاتمه مومي. نقیب مسید تېر کال په همدې ورځ د یو پاکستاني پولیس افسر لخوا ووژل شو چې له هغه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ خپل فعالیتونه پراخ کړل او ټول پاکستان یې ولړزاوه.