د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پاکستانی حکومت له پنجابیانو د پنجابیانو لپاره جوړ شوی دی او په دې خاوره کې پرتو نورو قومونو ته یې کله هم په ښه سترګه نه دي کتلي. هغه چې نن یې د پښتونخوا په ټانک سیمه کې پراخې جلسې ته خبرې کولې وویل، د پاکستان حکومت په جلسو حقوق نه راکوي او له دې وروسته د احمد شاه بابا لاره خپلول په کار دي او دا مبارزه به سر له همدې نن ورځې پیلېږي. نوموړي دغه راز د نقیب مسید وژل کېدو ته په اشارې وویل، چې دا د مسید د وینې ګټلو لپاره جوړه شوې جلسه ده خو باید د هغو زرګونو پښتنو د برخلیک پوښتنه هم وکړو چې په تېر کې د پاکستاني حکومت لخوا د ترهګرۍ په تور ورک شوي دي. هغه زیاته کړه پاکستان باید په خلاصو غوږو واوري چې دوی خپل حقونه غواړي، نور به ټولو پښتنو ته له نورو سره مساوي حقونه ورکول کېږي او که داسې ونه شي نو د خپلې مبارزې شیوه به بدله کړي.