په ګران هېواد کې د شته بېلابېلو ستونزو ترڅنگ، يوه هم د ځوانانو د وزگارتيا ستونزه ده چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا زموږ ځوانان ورسره مخ دي. دا ستونزه ورځ تر بلې زياتېږي او د نړيوال بانک د تازه رپوټ پر اساس، په هېواد کې د ۱۶ ميليونو خلکو په شاوخوا کې د کار ځواک شته چې له دې جملې يوازې ۳ ميليونه افغانان روزگار لري او پاتې ۱۳ ميليونه هېوادوال يا کوچنۍ او يا هم هېڅ ډول دندې او روزگار نه لري.
د کار نړيوال سازمان يا ILO وايي چې ډېر مسلکي ځوانان يا نيمه ورځ کارکوي او يا هم پر غير مسلکي کارونو اخته دي. رپوټ زياتوي چې په نړۍ کې له ۱۵ څخه تر ۲۴ کلونو پورې د ځوانانو د بې روزگارۍ کچه ۱۳ سلنه پورته شوې ده. د داسې ځوانانو شمېر په ټوله نړۍ کې تر ۷۵ ميليونو تنو پورې رسېږي چې کار نه لري. په ترتيب سره په منځني ختيځ کې ۲۶،۵ سلنه او په شمالي افريقا کې ۲۷،۹ سلنه د ځوانانو د وزگارتيا کچه لوړه شوې ده. په اسپانيا کې له ۲۶ کلونو څخه د ټيټ عمر لرونکي ځوانان سم نيمايي بېکاره دي.
زموږ هېواد کې د بې روزگارۍ عوامل زيات دي، خو زه يې څو مهمو عواملو ته په لاندې توگه اشاره کوم:
۱- افغان حکومت نه دی توانېدلی چې د ځوانانو لپاره د کار موندلو يوه جامعه ستراتېژي او پلې کېدونکی پروگرام جوړ کړي.
۲- په ادارو او کارځايونو کې د پوهې، مسلک او اړتيا پر بنياد نه، بلکې د روابطو، بډو ورکولو، واسطې او نورو ناوړه لارو چارو پر بنسټ د دندو او حرفو وېشل دي چې ستر فساد يې زيږولی دی.
۳ ـ د هغو پروژو او پلانونو نه بشپړول چې ځوانانو ته د کار پيدا کولو لامل گرځي. له دې کبله انکشافي بودجه نه مصرفېږي او په غير مستقيمو لارو د دولتي مافيايي کړيو جيبونو ته ځي.
دوزګارتیا اغېزې:
۱ ـ د سياسي او اقتصادي کړکېچونو زياتوالی چې د انساني قاچاقونو د لېږد مافيا ته زمينه برابروي، څو ډېری ځوانان له هېواد څخه تېښتې ته زړه ښه کړي او په بهر کې د افغان کډوالو له ستونزو لرونکو ټولنو سره يو ځای شي.
۲- ځوانان د دې پر ځای چې د وزگارتيا د عواملو د مالومولو په لټه کې شي، په نشو کولو او د مخدره موادو په استعمالولو اخته کېږي. د دې پر ځای چې دا فعال ځواک د ټولنې ستونزې حل کړي، پر خپله د ټولنې پر اوږو لکه بار پرېوځي.
۳ ـ بې روزگاره ځوانان د زياتو ستونزو د درلودلو له وجې زده کړو، په تېره بيا لوړو زده کړو ته زړه نه ښه کوي او د مالي ستونزو له وجې خپل مالي مهارتونه نه شي زياتولی.
حللارې څه دي؟
لومړی تر هر څه حکومت ته لازمه ده چې د ټولنې د فعالې نيرو په توگه ځوانانو ته د کارموندلو موضوع د خپلو پلانونو اهمه موضوع وگرځوي. په خپله حکومت د دولتي سکټور په چوکاټ او د خصوصي سکټور د امکاناتو په رڼا کې ځوانانو ته د نويو پروژو د جوړولو په ترڅ کې کارونه او روزگار برابر کړي.
د دې لپاره چې ځوانانو ته زيات کارونه وموندل شي، د زده کړو ترڅنگ ځوانانو ته د لنډمهاله حرفوي زده کړو لکه رنگمالۍ، نجارۍ، وايرنگ کارۍ او نور کورسونه جوړ کړي. دا ډول زده کړې له يوې خوا کسبونه له عنعنوي بڼې څخه راوباسي او په عصري توگه يو لړ خدمات خلکو ته وړاندې کېږي او له بلې خوا کسبگر ښه عايد په لاس راوړي. د لنډمهاله کورسونو د اخیستلو په لړ کې ځینې ځوانان د خپلو مهارتونو د زياتولو په موخه عالي زده کړو ته مخه کوي او دا لامل په ټولنه کې د عالي زده کړو شمېر زياتوي چې د ټولنې په فرهنگي کچه مثبته اغېزه کوي.
د حکومتي او غير حکومتي سازمانونو په واسطه ځوانانو ته کارموندنه او د حرفوي زده کړو ورکونه د دې سبب کېږي چې ځوانان د علاقي وړ دندې پيدا کړي او بهر ته له بې گټې مهاجرت څخه ډډه وکړي. افغان ځوانان په افغانستان کې د بهر په پرتله هوسا کار کولی شي. د هغه پوهه او تجربه ښايي کفايت وکړي چې يوه مړۍ ډوډۍ د خپل کور لپاره یو ځوان پيداکړي، خو په بهر کې د زده کړو او په عموم کې د فرهنگي کچې د لوړوالي له امله ډېری افغان ځوانان پر شاقه کارونو اخته کېږي چې ډېر ځله د هغوی پر روح او روان بده اغېزه کوي.