د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ویلي، امریکا دې له ترکیې سره خپل ستراتيژیک مشارکت ته ادامه ورکړي. ابراهیم کالین ویلي د (پي کې کې) ترهګرې ډلې پر وړاندې د ترکیې د حکومت تګلاره معلومه ده او ټرمپ ته په کار ده، چې د ترهګرو ډلو ملاتړ و نه کړي. دده په وینا (پي کې کې) ترهګره ډله له نورو کردانو بېله ده او ترکیه د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره دغه ډله ځپي. د هغه په وینا یاده ډله د امریکا د ترهګرو ډلو په لېست کې هم شامله ده نو ځکه واشنګټن ته په کار ده، چې په دې اړه له ضد او نقیض څرګندونو ډډه وکړي. ولسمشر ټرمپ نن سهار ویلي وو، چې که ترکیه په سوریه کې مېشت کردان وځپي نو واشنګټن به په ځواب کې د ترکیې اقتصاد وځپي. امریکا وېره لري چې له ترکیې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به ترکي حکومت د امریکا ملګري کردان وځپي. خو ترکیه بیا وايي دوی یوازې د (پي کې کې) ډله ځپي ځکه په ترکیه کې په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري او باید د پياوړتیا مخه یې ونیول شي.