د شمالي کوریا یو لوړپوړی استازی د روانې اونۍ په پای کې امریکا ته ځي. د رسنیو د راپورونو له مخې د شمالي کوریا ولسمشر ته نږدې درې کسان به امریکا ته ځي او د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ په ټپه درېدلي مذاکرات به پيلوي. دوی به د شمالي کوریا پر اټومي پروګرام او همدا راز د ټرمپ او کیم جونګ اون ترمنځ د لیدنې پر سر خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې ټاکل شوې د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو ترمنځ د بل ځل لیدنې لپاره تیاری ونیول شي. ټرمپ او کیم جونګ اون هوکړه کړې وه چې شمالي کوریا به خپل اټومي پروګرامونه په ټپه دروي او وروسته به د یوه پلان له مخې د شمالي کوریا د خلع سلاح کولو پروسه پيلېږي. اوس به ددواړو هېوادونو دولسمشرانو ترمنځ یو لړ نورې هوکړې هم ترسره کېږي.