د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فضا ته د ایران له خوا د راکټ توغول غندلي دي او زیاته کړې یې ده چې دې هېواد له نړیوالو نورمونو نه د سرغړونې له امله د واشنګټن حوصله سر ته راوستې او نور یې یې پر وړاندې زغم نه لري. دا بیان وروسته له هغه خپرېږي چې ایراني چارواکو وویل په یو څارګر سټلایټ سمبال راکټ یې د ځمکې مدار ته واستاوه خو اصلي موخې ته ونه رسېد. دا خبره د ایران د ټکنالوژي او اړیکو وزیر جواد ازري جرمي وکړه. هغه د دغه راکټ د ناکامۍ لامل په ډاګه نه کړ خو ویې ویل چې مطلوب سرعت ته ونه رسېد او ساینسپوهان یې په اړه څېړنې کوي.