د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې ټرمپ تېرکال په څو غونډو کې خپلو همکارانو ته دغه خبره کړې ده او په عامو مجلسونو کې یې هم پدې هکله کله ناکله خبرې کړې دي. د امریکا ولسمشرانو، د کانګرس وکیلانو، ډېموکراټانو او جمهوریت غوښتونکو له څه ناڅه اویا کلونو راپدېخوا د ناټو سازمان په نړۍ کې د ثبات یو مهم عنصر ګڼلی دی. خو د ۲۰۱۶ د ولسمشرۍ په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ټرمپ نظریو دغه واحده اجماع ماته کړه. ټرمپ په هغه وخت کې ناټو یو متروک سازمان بللی و او ویلي وو چې ځېنې غړي یې د ترهګرۍ پر ضد ډېره هڅه نه کوي. له ولسمشر کېدو وروسته د ۲۰۱۸ کال په جولاي میاشت کې د ناټو په سرمشریزه کې ډونالډ ټرمپ ناټو متروکه ونه بلله خو له خپلو اروپايي ملګرو یې وغوښتل چې دفاعي بودیجې لپاره زیاتې پېسې ورکړي.