د پولیټکو په نامه یوه نشریه لیکي ټرمپ په دې وروستیو کې د ځينو مسایلو پر سر له اروپايي هېوادونو سره د نظر اختلاف لري. سرچینه زیاتوي له همدې امله ټرمپ په دې هڅه کې دی چې اروپا ټوټې کړي او د دغه اتحادیې د هېوادونو ترمنځ درځ پیدا کړي. پولټیکو وایي اروپايي هېوادونه هم په دې وروستیو کې د ټرمپ خبرو ته هومره ارزښت نه ورکوي او ډېری مسایل د امریکا له مشورې پرته او ان ددغه هېواد د غوښتنو پر خلاف مخ ته وړي. پولټیکو په خپل مطلب کې زیاتوي چې اروپايي ټولنې همدار راز د ټرمپ د غوښتنې پرخلاف هوکړه کړې چې ډېر ژر به له ایران سره د سوداګرۍ لپاره ځانګړې لایحه او تګلاره جوړوي. اروپايي هېوادونه د امریکا پر خلاف غواړي له ایران سره سوداګري ولري او پر دغه هېواد د بندیزونو له لګولو سره مخالف دي.