د راپورونو له مخې په مکسیکو کې د تېلو یوې نللیکې چاودنه کړې ده چې تر سلو پورې کسان یې مړه یا ټپیان کړي دي. حکومتي چارواکي وايي د تېلو نللیکه په یوه برخه کې زیانمنه شوې وه او چې خلک د تېلو د اخیستو په موخه ورغلي وو. د چارواکو په وینا دوی غوښتل له دې برخې تېل واخلي، چې ناپاڅاه نل لیکي چاودنه کړې ده او په پېښه کې ۲۰ کسه وژل شوي او تر اتیا پورې نور ټپیان دي. ددغه نل لیکې د چاودنې اصلي لامل نه دی روښانه شوی. د مکسیکو د تېلو د استخراج او تصفیې ملي شرکت بیا وايي چې دغه چاودنه له نل لیکې د تېلو له غلا سره مستقیمه اړیکه لري.