د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوترېش له امریکا او شمالي کوریا غوښتي چې د کوريا ټاپو د غير اټومي کولو په خاطر بايد د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ جدي خبرې بېرته پیل شي.
نوموړي ټينګار کړی چې دا ځل د کوريا ټاپووزمې له اټومي وسلو د پاکولو په موخه باید یوه روښانه تګلاره وټاکل شي.
نوموړي په نيويارک کې په دې تړاو خبري کنفرانس ته ويلي: «موږ باور لرو چې اوس وخت را رسېدلی چې د امریکا او کوریا ترمنځ جدي خبرې بېرته پیل شي او په دې اړه یوه تګلاره وټاکل شي».
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د شمالي کوريا له لوړپوړي ډيپلوماټ کیم یانګ چاول سره په سپينه ماڼۍ کې وکتل.
تر دې مخکې ښاغلي چاول د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو سره هم کتلي، څو د ډونالډ ټرمپ او شمالي کوریا د مشر ترمنځ د دویمې سرمشريزې په اړه خبرې وکړي.
رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د چاول دا سفر ښيي چې شمالي کوريا نوره د غير اټومي کېدو پر لور نورو اقداماتو ته چمتو ده.
له مايک پامپیو سره د چاول تر ليدنې وروسته سپينې ماڼۍ ويلي چې ټرمپ له چاول سره په خپل دفتر کې وليدل او دې دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو او له اټومي وسلو په بشپړه توګه د کوريا ټاپووزمې د پاکولو په اړه یې خبرې وکړې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په يوه اعلامیه کې ويلي چې د پامپیو او چاول ترمنځ ښې خبرې وشوې، خو په دې اړه یې نور جزيات نه دي ورکړي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د شمالي کوريا د دغه لوړپوړي ډيپلوماټ له سفر وروسته کېدای شي د ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ د بلې سرمشريزې پلان اعلان شي.
ټرمپ او کېم دواړو د دویم ځل لپاره ليدو ته لېوالتيا ښودلې، خو ځینې امريکايي څېړونکي وايي چې دا به تر وخت مخکې وي چې د هر ډول پرمختګ په اړه خبرې وشي.
په لومړۍ سرمشريزه کې کېم جونګ اون ژمنه کړې وه چې د کوریا ټاپووزمې د غیر اټومي کولو لپاره به اقدامات وکړي، خو واشنګټن وايي، ده تر اوسه په دې اړه جدي ګامونه نه دي پورته کړي.
د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د لومړي ځل لپاره د تېر زېږدیز کال په جون میاشت کې په سنګاپور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو او دغه راز له اټومي وسلو څخه د کوریا ټاپو د پاکولو په اړه خبرې وکړې.