د امریکا هوايي ځواکونو په سومالیا کې د الشباب ترهګرې ډلې ۵۲ غړي په یوه هوايي برید کې وژلي دي. په افریقا کې د امریکا پوځي قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا برید یې په سومالیايي پوځيانو د الشباب ډلې د یوې لویې حملې په غچ کې کړی دی. تر هواِيي برید وروسته په اخیستل شویو عکسونو کې ښکاري چې یوه لویه لارۍ سوځېدلې او د ګڼو کسانو مړي یې شااوخوا پراته دي. د الشباب لسګونه غړي داسې مهال د امریکا په هوايي برید کې وژل شوي چې دې ډلې څو ورځې مخکې د کینیا په پلازمېنې نایروبي کې په یوه هوټل کې ۲۱ کسان په ډزو ووژل. الشباب ډله چې له القاعده سره اړیکې لري، په یو شمېر افریقايي هېوادونو کې د ترهګریزو فعالیتونو مسووله بلل کېږي.