پر ټولنيزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې یو تنکی پښتون ماشوم حیات خان وايي پاکستاني پوځیانو یې د کور پرده ماته کړې ده. هغه وایي پاکستاني پوځیان له اجازې پرته کور ته ورننوځي او د کټ او بالښت سمولو غوښتنه ترې کوي. حیات خان د شمالي وزیرستان د علي خیلو اوسېدونکی دی. د هغه تر دې ویډیو خپرېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي چې دوی په وار وار له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې په فاټا کې د داسې کړنو مخنیوی وکړي خو حکومت هیڅ سر نه خلاصوي. هغه پر نورو پښتنو غږ وکړ چې باید د خپلو حقونو د تحقق لپاره غږ پورته کړي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي پاکستاني حکومت پر خلکو ظلمونه شروع کړي او پر هیچا رحم نه کوي. نوموړي وویل دا خو ساده خبره ده چې پاکستاني پولیس ملېشې او پوځ د خلکو عزت تر پښو لاندې کوي بلکې خلک ورکېږي او وژل کېږي خو پښتانه ورته چوپه خوله ناست دي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي څو پورې چې پښتانه پر یو بل غیرت ونه کړي همداسې به وژل کېږي. هغه دغه راز ژمنه کړې چې د پښتنو د حقونو لپاره به خپلې روانې مبارزې ته په پوره شدت دوام ورکړي.