د مالي په شمال کې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو په یوه برید کې اته سرتېري وژل شوي او نولس نور ټپیان دي. رسنیو په سیمه کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت د سرچینو په حواله ویلي چې پېښه پرون د مالي د شمال په ۲۰۰ کیلومټرۍ کې الجزایر پولې ته نږدې شوې ده. د ملګرو ملتونو د ماموریت یوه چارواکي اسوشېټېډ پرېس ته ویلي برید هغو سخت دریځو وسله والو کړی چې له القاعده سره اړیکې لري. د ملګرو ملتونو له ۱۳ زرو زیات سوله ساتي سرتېري په دغه سیمه کې حضور لري او له ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي. دوی وخت ناوخت له ورته خونړیو بریدونو سره مخ کېږي.