اسراییل وایي، په سوریه کې یې د ایران پر قدس ځواکونو هوایي برید کړی دی. د اسراییل پوځ نن سهار وختي په یوه بیان کې تایید کړه چې په سوریه کې یې د ایراني پوځیانو اهداف ویشتي دي. اسراییلو تر دې څو ساعته مخکې هم دمشق نړیوال هوایي ډګر ته نږدې هوایي بریدونه کړي وو. اسراییل دغه راز د سوریې ځواکونو ته ګواښ وکړ چې د اسراییل د خاورې یا پوځ پر ضد دې له غچ اخیستونکو اقداماتو ډډه وکړي. ایراني چارواکو تر اوسه د اسراییلي پوځ د بیان او د تازه بریدونو د خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.