د پاکستان استخباراتي ادارې د پښتونژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي تښتولي دي. د پښتونژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پاکستاني استخباراتو په کراچۍ کې ددوی یو فعال غړی عالم زیب مسید له څو نورو ملګرو سره یو ځای تښتولي دي. دده په وینا ملګرو یې د نیول کېدو پر مهال ویډیو کړې ده او پکې ښکاري چې پولیس او په شخصي جامو کې ولاړ کسان د پښتونژغورنې غورځنګ غړي ځوروي او وروسته یې له ځان سره بیايي. منظور پښتین وایي چې دا کار د پاکستان د استخباراتي ادارې دی او په دغه ډول فشارونو هڅه کوي ددوی د عدالت غوښتنې پورته کړی غږ چوپ کړي. هغه د پاکستان استخباراتي ادارې ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې دده نیول شوي ملګري راخوشي کړي او له ورته غیر انساني اقداماتو دې لاس واخلي.