په ۱۹۸۸ ز کال کې کله چې شوروي اتحاد پرېکړه وکړه چې له افغانستانه ووځي، هغه وخت کې ۲+۶ (شپږ ګاونډي او دوه امريکا او شوروي اتحاد) هېوادونه په ژينو کې سره را غونډ شول او د افغانستان په مورد يې له شورويانو اعتراف واخيست او يو مهالوېش يې اعلان کړ چې ووځي، خو په هغو خبرو کې نه افغانستان په نظر کې ونيول شو، نه د افغانستان ابادي او نه هم د افغانستان راتلونکي ته پام وشو.
پايله دا شوه چې د جنګ مخه ونه نيول شوه؛ بلکې کورنی جنګ پيل شو او افغانستان پکې تباه شو چې تر اوسه يې موږ ناوړه اغېز او نتیجه وينو.
اوس هم امريکايان په ورته شکل غواړي په افغانستان کې هماغه تېروتنه تکرار کړي، دوی غواړي چې ګاونډي او هغه هېوادونه چې د ۱۹۸۸ ز کال په قضيه کې دخيل وو، هغوی بيا دخيل کړي او د افغانستان په سرنوشت کې هغوی ته هم ونډه ورکړي.
خو دغه ډول سیاسي معادله چې يو ځل ترسره شوې ده، بيا تکرار يې ناممکن دی، نه ګټه رسوي او نه د افغانستان موضوع حل کولای شي.
په دې وروستیو کې چې امريکا له طالبانو سره د سولي خبرې پيل کړې دي، درې تېروتنې یې وکړې:
لومړۍ- د ابوظبۍ غونډه کې يې نور هېوادونه د افغانستان په سرنوشت کې را شريک کړل چې دا د طالبانو لپاره هم يوه اشتباه وه چې بايد په همدې بسنه وکړي او بيا دا ډول اشتباه تکرار نه شي او که په دې لاره کې پر دوی هر څومره فشارونه راځي هم، باید لوی هدف ته د رسېدو په خاطر یې وزغمي.
دویمه- د دغه مجلس اجنډا چې له مخکې نه په ډسمبر کې په قطر کې موافقه ورباندې شوې وه چې د امريکايانو د وتلو مهالوېش او اوربند خبره به څېړل کېږي، له هغې اجنډا څخه امريکايان بلې خواته ولاړل او د افغان حکومت ګډون او نور موضوعات يې ور شامل کړل.
درېیمه- دوی دا تېر اوولس کاله په افغانستان کې جنګ کړی دی، پر طالبانو يې هېڅ نوعه رحم نه دی کړی، د زور، فشار، بندي کولو او د توهين هرڅه يې وکارول ان تر فتواوو پورې؛ خو دا هرڅه يې بې نتيجې وو، اوس خليلزاد چې دنده يې سوله راوستل دي، غواړي بېرته هماغه مسير تعقيب کړي کوم چې اوولس کاله يې تجربه کړی دی او هېڅ نتيجه يې نه ده ورکړې، غواړي د فشار په مټ طالبان يو څه ته راولي، چې دا کار د سولې لپاره د دوی په نيت کې شکونه را پيدا کوي، د څو عواملو له امله دا کار ګټه نه لري:
لومړی- د افغانستان په سرنوشت کې د نورو هېوادونو دخيل کول ناکامه طريقه ده؛ ځکه چې د افغانستان موقف دومره قوي نه دی چې د دغو هېوادونو رقابت ته په پام سره خپلې ګټې خوندي کړي؛ بلکې د هغوی د ګټو او اهدافو ښکار کېږي.
دویم- طالبان او په مجموع کې ټول افغانان د هغه څه تکرارېدل نه غواړي چې په ۱۹۸۸ ز کال کې وشول.
درېيم- دا کار د طالبانو ترمنځ مشکلات پيدا کوي او طالبانو ته د خپل صف اتحاد او اتفاق تر ټولو مهم دی.
څلورم- که په دې پروسه کې د سيمې ځينې هېوادونه دخيل کړل شي، ځينې نور هېوادونه له هغو سره حساسيت پيدا کوي؛ نو مجبور دي چې بيا هغوی هم دخيل کړي او که ځينې ګاونډيان را دخيلوي، بيا مجبوره دي چې ټول ګاونډيان را دخيل کړي، د ټولو هېوادونو په را دخيل کولو کې بيا د افغانستان مقام کمزوری دی او بيا ستونزه د افغانانو له لاسه وځي او نورو لاسونو ته لوېږي.
امریکا د طالبانو مقابل کې ډول ډول فشارونه کارولي او کاروي یې، همدا اوس د نورو فشارونو ترڅنګ؛ انتخابات د امریکا یوه بله پر طالبانو د فشار وسیله ده چې دوی یې کاروي، تبلیغات ورته کوي چې انتخابات کېږي او دا دي نوملیکنه هم ورته وشوه.
فکر کېږي لکه پخوا چې طالبان د امریکا هر ډول فشارونو ته کلک درېدلي دي، له دې وروسته به هم طالبان د امریکا د فشار هرې طریقې ته کلکه اوږه ورکړي او په کومه برخه کې به د امریکا فشار ونه مني، که طالبانو پخوا یا اوس تېروتنه کوي، د کوم فشار تر تاثیر لاندي راځي، بیا به مجبوره وي چې د فشار په مقایسه کې څو برابره درنه بیه پرې کړي.
نو بناً څه چې په سياسي لحاظ خليلزاد تکراروي او يا به د امريکايانو تګلاره همدا وي، نو دا د سولې لاره نه؛ بلکې دا يو سازش دی چې دوی يې په مخه وړي او نتيجه نه ورکوي؛ ځکه چې دوی اوولس کاله همدا سازشي طریقې استعمال کړې، خو کومه ګټه يې ورته ونه کړه.
حللاره:
د موضوع حل داسې را وتلای شي چې امريکايانو د طالبانو نظام له منځه وړی دی، تر دوه لکه ډېر طالبان او افغانان يې په شهادت رسولي دي او تر دوه لکه زيات يې په زندانونو کې توهين کړي، تعذيب کړي چې تر اوسه هم ځينې په ګوانتانامو او ډېر يې په افغانستان کې د دوی په زندانونو کې بنديان دي، دوی يې له ټولو حقوقو څخه محروم کړي، دنيا ته يې د تروریستانو په نوم معرفي کړي دي، د دوی سياسي او اقتصادي ارزښت يې له منځه وړی يا يې داغداره کړی دی، نو د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د بې باورۍ يوه لویه فاصله موجوده ده او د دوی ترمنځ يو لوی حساب پروت دی.
ښه به دا وي چې دا حساب تصفيه شي او د دوی ترمنځ د اعتماد يوه فضا را منځته شي او طالبان په دې مطمئن شي چې امريکايان له افغانستانه وځي او بيا وروسته هم د پيسو يا زور يا بل څه له لارې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي او په مستقبل کې پر افغانانو يوه تحميلي اداره نه غواړي او له سولې وروسته بيا جنګ ته لمن نه وهي او د افغانستان مستقبل په سوله او ثبات کې راځي. که دا موضوعات له طالبانو سره مطرح او نهایي شي او له دې وروسته بين الافغاني ډيالوګ پیل شي او هېچا ته اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان په سرنوشت کې مداخله وکړي، نور افغانان په خپل منځ کې سره کېني او د هېواد په راتلونکي، د هغه په اقتصاد، د حکومت او نظام پر جوړښت، اساسي قانون، د حکومت پر نوعيت او نورو اساسي اصلاحاتو فکر وکړي او اتفاق ته ورسېږي. بين المللي ټولنه يوازې د ګاونډيانو عدم مداخله تضمين کړي او د افغانانو د پرېکړو ملاتړ وکړي.
لومړۍ مرحله- د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې وشي او تر یو معین وخت پورې انتخابات په تعلیق کې ولوېږي.
دویمه مرحله- کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافقات وشول، بیا بین الافغاني مذاکرات پیل او ټول افغان طرفونه به پکې برخه لري.
همدا د افغانستان لپاره تر ټولو ښه لاره ده چې بيا کولای شي نړيوالو ته تضمين ورکړي چې بيا به افغانستان د دوی پر ضد نه کارول کېږي.
نو که امريکايان غواړي همدغه يې لاره ده او که په سازش، دسيسو او زور باندې څه غواړي، دا نتيجه نه لري، هغه د جنګ برخه ده او که دوی بيا هم دا خبرې کوي، معنا يې دا ده چې دوی لا هم د جنګ ستراتېژي يوې ډيپلوماټيکې او سياسي ستراتېژۍ ته کاملاً نه ده تغير کړې.