د امریکا په فلوریډا کې یوه وسله وال پر عامو وګړو ډزې کړې دي. د فلوریډا پولیس وایي چې دغه وسله وال یوه بانک ته نږدې پر عامو وګړو ډزې کړې دي او پنځه کسه یې وژلي دي. دغه کس ۲۱ کاله عمر درلود چې په فلوریډا کې د یوه انسټیټوټ زده کوونکی و. نوموړی د تېښتې پر مهال د پولیسو له لوري نیول شوی دی. د فلوریډا ځایي پولیس وایي چې دغه کس له خپلې وسلې په استفادې په بانک کې د ننه او بهر پر خلکو ډزې کړې دي او د پولیسو تر رسېدو پورې یې هڅه کوله ځینې کسان په نښه کړي. پولیس وايي چې ددغه برید انګیزه نه ده روښانه شوې خو نیول شوی کس تر پوښتنې ګروېږنې لاندې دی.