ناټو او امریکا وایي چې روسیې نږدې واټن ویشتونکي توغندي جوړ کړي دي او په دې توګه یې د (INF) له هوکړې سر غړونه کړې ده. ناټو وایي روسیې له هغه معاهدې سرغړونه کړې چې تر سړې جګړې وروسته د وسلو د کنټرول په هکله شوې ده. د ناټو د وسلو د کنټرول د برخې مسوول ویلیام البېرک وایي، مسکو رښتینی چلند نه کوي او هوکړو ته ژمنه نه ده. دده په وینا ناټو او امریکا له روسیې یو ځل بیا غوښتي چې (۹ایم- ۷۲۹) ډوله توغندي له منځه یوسي، ځکه دغه توغندي په نږدې واټن کې اټومي کوپړۍ لېږدولی شي او د ناټو د متحدینو لپاره خطر دی.