ملګرو ملتونو د یوه عرب خبریالان د وژل کېدو په اړه خپل تحقیقات پيل کړي دي. د ملګرو ملتونو دبشري حقونو اداره وایي دوی یو پلاوی ترکیې ته استولی دی او د جمال خاشقجي د قتل په تړاو به خپل تحقیقات پيلوي. دغه پلاوی به یوه اونۍ په ترکیه کې وي او تر هغه وروسته به د جون په ۱۹مه خپل راپور د ملګرو ملتونو ادارې ته وړاندې کوي. ترکیې ددې کار هر کلی کړی دی، ځکه تر دې وړاندې یې ددې قضیې په اړه د نړیوالو تحقیقاتو غوښتنه کړې وه. سعودي عربستان بیا وايي چې دوی په ترکیه کې پخپله قونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژل کېدو پېښه څېړلې ده. دغه هېواد د یاد قتل په تور یوولس کسه نیولي دي. له دې ډلې پنځه کسه یې په اعدام محکوم شوي دي.