د فرانسې حکومتي چارواکي وایي د ایمانویل مکرونو د پلانونو پر وړاندې د فرانسې په ډيری ښارونو کې لا هم لاریونونه روان دي او په دې لړ کې په ځينو برخو کې لاریون په تاوتریخوالي اوښتی دی. د پاریس پولیس وایي چې دوی د لاریون کوونکو پر وړاندې له نرمۍ کار اخلي خو په ځينو برخو کې دغه کسان په تاوتریخوالي لاس پورې کوي چې پولس د اوښکې بهوونکي ګاز کارولو ته اړ کېږي. تېره اونۍ نږدې ۶۹ زره کسانو لاریون کړی و. خو د تېرو اونیو په پرتله د لاریون کوونکو په شمېر کې کموالی راغلی دی. په لومړیو اونیو کې تر سل زره کسانو ډېر په لاریونونو کې حاضر و، خو اوس دغه شمېره کمه شوې ده.