په بغلان کې د برېښنا شرکت کارکوونکي وایي چې تېره شپه د دوشي ولسوالۍ په سنګ سوراخ سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده. دوی وايي چې د دغې جګړې له امله کابل ته د غځېدلې برېښنا مزي پرې شوي دي. دوی زیانوي چې تخنيکي ډله سيمې ته رسېدلې او ډېر ژر به برېښنا بېرته وصل کړي. خو بغلان کې د برېښنا رياست سرپرست ياسين نوري وويل چې په دې اړه معلومات نه لري. په ورته وخت کې کابل کې د برېښنا شرکت بیا وایي چې د کابل برېښنا د يوه ساعت لپاره پرې کيږي، ځکه چې تخنيکي ډله د بغلان د دوشي ولسوالۍ په کېله ګۍ سيمه کې د برېښنا په برخه کې د رامنځته شوې ستونزې، پر حل کار کوي.