د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هېواد د مرمرو ډبرو د کانونو د کېندنې او صادراتو لپاره یې له سوداګرۍ وزارت سره په ګډه یوه ستراتېژي جوړه کړې ده. د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وویل، د دې ستراتېژۍ له مخې به د مرمرو ډبرو له سکټوره د ګټورې استفادې، پراختیا او په دې برخه کې کورنۍ او بهرنۍ مستقیمې پانګونې ته زمینه برابره شي. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال د ټول افغانستان په کچه ۱،۳میلیارد ټنه د مرمرو د ډبرو کانونه موجود دي چې تر ۱۵۰ میلیارده ډالر ارزښت لري.