د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، روان لمریز کال د ټول هېواد په کچه په ۱۶ ولایتونو کې د ۴۰۰ ممیز خونو د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي پرون له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي، چې له دغو ممیز خونو هره یوه یې د ۱۰ مټریک ټنو ممیزو د وچولو ظرفیت لري چې په دې سره به د ممیزو تولیدات زیات او د بازار تقاضا به پوره شي.
د نوموړي په خبره، په تېرو پنځو کلونو کې د ټول هېواد په کچه ۲۱۰۰ ممیز خونې جوړې شوې دي چې د حاصلاتو د زیاتوالي او د خرابېدو د مخنیوي ترڅنګ یې، په زرګونو خلکو ته د کاروبار ښه زمینه هم برابره کړې ده.