کوریا د روغتیا نړیوال سازمان WHO له لارې د کندهار له میرویس روغتون سره د طبي سامان الاتو مرسته کړې او دغه راز یې په نوموړي روغتون کې د ساري ناروغیو د درملنې یوه ۱۴ بستر لرونکې څانګه هم پرانېستې ده.
د دغه ولایت سرپرست عبدالحنان منیب ویلي، په مرسته شویو توکو کې د جراحي وارډ اړوند ناروغانو لپاره بېلابېل مشینري، کټونه، ویلچیرز او نور شامل دي چې ۳۸۰ زره ډالره لګښت پرې راغلی دی.
د منیب په خبره، د کوریا لخوا پر دغه نوې پرانیستل شوې د ساري ناروغیو پر څانګه ۹۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی چې د WHO په همکارۍ د کوریا جمهوریت له خوا ورکړل شوی دی.
د یاد روغتون کارکوونکي د کوریا هېواد له یادې مرستې هرکلی کوي او وايي چې دا به له دوی سره د ناروغانو په ښه درملنه کې ډېره مرسته وکړي.