پاکستاني سوداګر وايي له افغانستان سره دې د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته شي. په خیبر پښتونخوا کې سوداګرو له ایالتي حکومت غوښتي چې له ګاونډیو په تېره له افغانستان سره دې د سوداګرۍ او راکړې ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي. ددوی په خبره له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د صادراتو د کچې د لوړېدو پلویان دي خو حکومت ورته اړین امکانات نه برابروي. سوداګرو د عمران خان د هغه فرمان هرکلی هم کړی دی چې ویلي یې وو، تورخم دروازه دې له دې وروسته ۲۴ ساعته د تګ راتګ پر مخ خلاصه وي. ددوی په خبره په دې سره به د سوداګریزو کاروانونو تګ راتګ ډېر شي.