د افغانستان د شفافیت موسسه وايي دا سمه ده چې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ کړی دی او په نړیواله درجه بندۍ کې مخ ته تللی دی خو لا هم افغان حکومت بریالی شوی نه دی چې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي. ددغه بنسټ مشره جوی ساندرس وایي د ملي یووالي حکومت مشرانو په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د فساد د له منځه وړلو ژمنې کولې خو په دې بریالي نه شول چې خپلې ژمنې عملي کړي. د نوموړې په خبره لا هم په افغان حکومت کې پراخ فساد موجود دی او دغه فساد د افغانستان راتلونګې ګواښي. هغې زیاته کړې چې که په افغانستان کې یو پیاوړی حکومت وای، د فساد پر ضد مبارزه یې بریالۍ وای، د خلکو غوښتنو ته یې مثبت ځواب ویلی وای، نو ښايي دغه حکومت په نړیواله کچه ستر اعتبار لرلی او د سولې یا نورو مسایلو په برخه کې یې قوي موقف نیولی شوای.