د نیمروز ولایت چارواکي وايي چې د کمال خان بند د جوړولو درېیم پړاو کارونه یې ۵۰ سلنه سرته رسېدلي دي.
د دغه ولایت والي سیدولي سلطان ویلي چې په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې به د کمال خان بند د اوبو ذخیره کولو ته تیار او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ښاغلي سلطان پرون ازادي راډیو ته ويلي: «د دې بند له جوړولو سره به ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه اوبه کېږي، د بند اوبه به د نیمروز اکثرو ولسوالیو ته په ۶ کانالونو کې ورسوي.»
د یاد ولایت چارواکي وايي، چې دا بند به په یاده کچه کرنیزه ځمکه سربېره، د دغه ولایت دوو ولسوالیو ته برق هم ورکړي، چې هم به ورسره تر ډېره د خلکو د حاصلاتو کچه زیاته شي او هم به یې په دې برخه کې شته ستونزې حل شي.