کاسا زر په سیمه کې دانرژۍ د لېږد تر ټولو ستره پروژه ده، چې د تاجکستان او قرغزستان برېښنا پاکستان او افغانستان ته لېږدوي. تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې دغه پروژه د ۲۰۱۸ کال تر پایه ګټه اخیستنې ته وسپارل شي خو اوس ویل کېږي چې د روان میلادي کال ترپایه به ګټه اخیستنې ته سپارل کېږي. د افغانستان د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب وایي په تاجکستان او پاکستان ځینې ستونزې ددې سبب شوې چې دغه پروژه پوره اته میاشتې و ځنډېږي او د ۲۰۱۸ کال پر ځای د ۲۰۱۹ کال په پای کې بشپړه شي. هغه ویلي چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به افغان حکومت میلیونونه ډالر ګټه وکړي. کاسا زر د تاجکستان او قرغزستان ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته صادره کړي. افغانستان به هر کال ۵۰ میلیونه ډالر له دې درکه د ترانزیت حق اخلي.