د افغان سولې په تړاو سه شنبې او چهارشنبې په مسکو کې غونډه جوړېږي. دا غونډه چې ویل شوي، په روسیه کې د مېشتو افغانانو په کوربه توب جوړېږي، له افغانستان څخه ۳۸ سیاستوال ور بلل شوي چې د سیاسي ګوندونو استازي هم پکې شامل دي. افغان حکومت دا غونډه غیر ضروري ګڼلې ده او د ولسمشر یوه سلاکار بیا د غونډې د کډونوالو په اړه توندې او تېزې خبرې هم کړې دي. د ولسمشر سلاکار د غونډې ګډونوال تورن کړي چې ګواکې پر نظام او ملي ګټو معامله کوي. دې غونډې ته وربلل شوو کسانو بیا یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده او پکې ویل شوي چې دا غونډه د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره غوره فرصت دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی به ټولو ملي ارزښتونو ته په پام سره په یاده غونډه کې ګډون وکړي.
د مسکو په غونډه کې له شک پرته چې د روسیې حکومت ښکېل دی او په غیر مستقیم ډول د دې غونډې ملاتړ کوي. روسانو تر دې وړاندې هم طالبان مسکو ته وربللي وو او هلته یې په یوه غونډه کې دوی ته د دریځ د بیانولو چانس ورکړی و. هغې غونډې ته د نورو هېوادونو استازي ورغلي وو. دا بیا لومړنۍ غونډه ده چې افغان سیاستوال په دومره پراخه کچه له طالبانو سره مخ کېږي.
حکومت به له دوو اړخونو د دې غونډې په اړه اندېښمن وي. لومړی دا چې غونډه په مسکو کې جوړېږي او امریکا نه غواړي چې د افغانستان د سولې په چاره کې مسکو مخکښ شي. د امریکا د دریځ سیوری پر ملي یووالي حکومت پروت دی او له همدې امله دا غونډه غیرضروري ګڼي او مخالفت یې کوي. دویم دا چې په دې غونډه کې حکومت ضد سیاستوال مطرح کېږي، طالبان ورسره خبرې کوي، خو حکومت پکې نشته. دا په کور دننه د حکومتي مشرانو لپاره هم یوه ضربه ده، نو ځکه دوی ناارامه دي او د دې غونډې مخالفت کوي.
دا غونډه به په ځینو برخو کې مثبتو پرمختګونو ته لاره هواري کړي، خو لویه لاسته راوړنه به ونه لري. د حکومت هغه اندېښنې هم بې ځایه دي چې د دې غونډې په تړاو یې لري. په دې غونډه کې کومه پرېکړه نه کېږي او نه هم داسې کوم ګام اخیستل کېږي چې وروسته به د پرېکړې سبب شي. دلته یوازې نظریات تبادله کېږي او د باور فضا رامنځ ته کېږي. حکومت باید اندېښمن نه وي، ځکه د دې غونډې ګډونوالو په اعلامیه کې په ښکاره ټکو ویلي: «په دې غونډه کې د دوی د ګډون موخې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام ساتنه او تقویت، د پیاوړي ولسواک مرکزي حکومت ساتنه، له ملي او اسلامي ارزښتونو ساتنه، په سیمه ییزو او نړیوالو جګړو کې د افغانستان بې طرفي، د ملي یووالي پیاوړتیا، د ټولنیز عدالت تامین، د سولې برخه کې د خلیلزاد له هڅو ملاتړ، د سولې خبرو له پیل سره سم اوربند او داسې نور موضوعات دي.»
کله چې هر څه دومره روښانه وي، نو بیا د ملي یووالي حکومت باید اندېښنه ونه کړي، بلکې له دې غونډې استفاده کولی شي. په نړۍ کې د سولې د بریا لپاره ډېر وخت د حکومت پر ځای نور سیاستوال ښکېل وي او دې ته ”ټرک ټو ډیپلوماسي” وايي. دا چاره د باور په رامنځ ته کولو، د مهمو پیغامونو په تبادله او د کرکې او واټن په لرې کولو کې مرسته کوي. له همدې امله حکومت باید د دې غونډې ملاتړ وکړي او په مخالفت سره یې د سولې او د سوله ییزو هڅو پر وړاندې خنډ نه شي.




































