د سمنګانو ولایت سیمهییز چارواکي په دې ولایت کې له طالبانو سره د نښتې په ترڅ کې د ۱۰ ملکي کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي. دغه چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د دره صوف ولسوالۍ په ګولې کلي کې د سیمې د اوسیدونکو او طالبانو ترمنځ په نښته کې لس تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. د سمنګان د والي ویاند، احمد صدیق عزیزي وایي، دا نښته پرون شپه هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو د سیمې له اوسیدونکو د عشر او ذکات غوښتنه کوله. دوی وایي، نښتې دوه ساعته دوام وکړ او د یوې ښځې په ګډون لس تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي. د عزیزي په خبره سیمې ته افغان ځواکونه رسېدلي دي.د سمنګان د والي ویاند په خبره په دې نښته کې ۷ طالب جنګیالي هم وژل شوي دي. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.




































