پنجشنبه, جولای 30, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې:نورستان کې سېلاب‌ځپلو ښځو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوو

    هرات کې؛ د ۱۴۳ میلیونه ډالرو په پانګونه د سمنټو فابریکه جوړېږي

    م.م: څه باندې دوه‌نیم زره افغان ښځې له اقتصادي ملاتړه‌ برخمنې شوې

    د هرات تورې ډبرې په لومړي ځل امریکا ته صادرې شوې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې:نورستان کې سېلاب‌ځپلو ښځو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوو

    هرات کې؛ د ۱۴۳ میلیونه ډالرو په پانګونه د سمنټو فابریکه جوړېږي

    م.م: څه باندې دوه‌نیم زره افغان ښځې له اقتصادي ملاتړه‌ برخمنې شوې

    د هرات تورې ډبرې په لومړي ځل امریکا ته صادرې شوې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

عبدالله عبدالله: که د مسکو غونډه د بین الافغاني مذاکراتو زمینه برابره کړي، نو دا به ښه اقدام وي

فبروري 5, 2019
in افغانستان
0 0

په مسکو کې د افغان سولې په اړه ناستې د ملي یووالي حکومت د چارواکو غبرګونونه هم پارولي دي. تازه د ملي یووالي د حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي، چې د افغانستان د سولې په اړه هر ډول جوړېدونکې غونډې باید د افغان حکومت پر محوریت وي. عبدالله عبدالله تېره ورځ د رسنیو له مسوولانو سره د خبرو پر مهال د افغان سولې په اړه د پيل شوو هلوځلو په اړه خبرې وکړې. هغه وویل، افغان حکومت د سولې لپاره له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د افغان حکومت پر محوریت جوړېږي او مشري یې افغانان وکړي.

نوموړي د مسکو ناستې ته په اشارې وویل، که د افغانستان سیاسي مشران په دې ناسته کې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي، دا به د سولې پرمختګ لپاره مناسب اقدام وي. هغه ویلي، د سولې هڅې باید د افغانانو ګټې او عزت خوندي کړي او هیله یې څرګنده کړې چې دغه غونډه هم د بین الافغاني مذاکراتو زمینه برابره کړي.

عبدالله عبدالله د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هم وویل، چې امریکايي ځواکونه به بالاخره له افغانستان وځي. د ده په خبره د امریکا او افغانستان ترمنځ هېڅ داسې سند نشته چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه د اوږدمهال لپاره په افغانستان کې پاتې شي او یا دغه ځواکونو ته دایمي اډې ورکړل شي. د ده په وینا: «امریکايي ځواکونه بالاخره وځي. هېڅ داسې سند نشته چې موږ ووایو دغه ځواکونه د تل لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي. دوی د ترهګرو تر فعالیت پورې دلته دي او د دایمي حضور یا دایمي اډو کوم سند موږ نه دی ورسره لاسلیک کړی.»

نوموړي همدا راز په دغه خبرو کې وویل، چې افغان ځواکونه د ترهګرۍ د تهدیداتو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري او که بهرني ځواکونه وځي، نو افغان پوځیان د دې وړتیا لري چې له خپل هېواد دفاع وکړي. د عبدالله عبدالله په خبره: «که امریکايي ځواکونه وځي، نو دنیا خو پای ته نه ده رسېدلې، موږ خپل پوځ لرو، پر دوی تکیه کوو، دوی کولی شي له خپلې خاورې دفاع وکړي».

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې شوې ده او همدا چې د افغانانو ترمنځ د خبرو زمینه برابره شي او د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، ټول اړخونه به قربانیو ته تیار شي. د ده په خبره د سولې راتګ د بېړې کار نه دی او پراخې حوصلې ته اړتیا لري.

عبدالله عبدالله داسې مهال د سولې او مسکو د غونډې په اړه خبرې کړې، چې ټاکل شوې دا غونډه نن د روسیې په پلازمېنه کې د افغان سیاسیونو په ګډون جوړه شي. طالبان په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې د افغان حکومت له استازو پرته نور د افغانستان له ټولو لورو سره د مسکو په غونډه کې خبرې کوي. دوی د شیرعباس ستانکزي په مشرۍ د یوه لسیز کسیز پلاوي د لېږلو خبره هم کړې ده. په دغه غونډه کې د افغانستان مطرحو سیاسي څېرو برخه اخیستې ده. دوی تېره ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو زمینې برابرولو ته دا لومړنی ګام دی. د دوی په خبره، د افغانستان د اوسني نظام تقویت یې د بحث اصلي محور دی او موخه یې دا ده چې ښکېل لوري بین الافغاني خبرو ته وهڅوي.

Tags: featured
Share54Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یو اېن اېف پي اې:نورستان کې سېلاب‌ځپلو ښځو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوو

جولای 30, 2026

ټرمپ: ایران ته به ډېر سخت پوځي ځواب ورکړو

جولای 30, 2026

هرات کې؛ د ۱۴۳ میلیونه ډالرو په پانګونه د سمنټو فابریکه جوړېږي

جولای 30, 2026

م.م: څه باندې دوه‌نیم زره افغان ښځې له اقتصادي ملاتړه‌ برخمنې شوې

جولای 30, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In