امریکایي سناتورانو له ټرمپ غوښتي چې له افغانستان او عراق دې د سرتېرو ایستلو ته بېړه نه کوي. سناتورانو تېره ورځ هغه لایحې ته رایه ورکړې چې له مخې یې ټرمپ د سرتېرو په ایستلو کې بېړه نه شي کولی. ددغه لایحې له مخې سناتورانو له ټرمپ غوښتي، تر هغه چې په افغانستان او سوریه کې د القاعده او داعش ډلې جرړې ختمې شوې نه وي ټرمپ نه شي کولی چې خپل سرتېري له دغه هېوادونو وباسي. سناتورانو ویلي چې ټرمپ دې د سرتېرو دایستلو پر ځای د یادو ډلو د له منځه وړلو پر پلان کار وکړي. د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر مک کونال تر دې وړاندې ویلي وو، چې دی او ډله به یې د ټرمپ د اقداماتو مخنیوی وکړي او هغه ته به اجازه ور نه کړي چې په دومره بېړه خپل سرتېري له افغانستان وباسي. خو ټرمپ پخپله وروستۍ مرکه کې بیا ویلي چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي، یوه وړه ډلګۍ به د استخباراتي معلوماتو لپاره پرېږدي، خو همدا چې حالات ګډوډ ورته ښکاره شي ژر به بېرته افغانستان ته ځواکونه لېږي.




































