د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي دوی د حکومت د اصلاحاتو لړۍ څاري او داسې ښکاري چې حکومت اصلاحاتو ته جدي دی. ددغه بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید وایي، حکومت د اصلاحاتو په اړه له دوی سره مشورې پيل کړي دي او همدا راز ددوی پلټنې او موندنې ښيي چې حکومت د اصلاحاتو لپاره جدي دی او غواړي په ټاکنیزو کمیسیونونو کې ګټور بدلونونه راولي. دده په خبره ولسمشر له څارونکو بنسټونو سره کتلي دي او ټاکل شوې چې له سیاسي جریانونو سره هم د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه سلا مشورې وکړي. رشید وایي ټاکنیز اصلاحات باید حالاتو ته په کتو راشي او حکومت په هغو برخو کې بدلونونه او اصلاحات راولي چې اړتیا ورته لېدل کېږي.



































