روسیه غواړي چې د افغانستان ستونزې ته بین الافغاني حللاره پيدا کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې د افغان سیاسیونو وروستۍ غونډې ته په اشارې ویلي، مسکو تل دا هڅه کړې چې د افغانستان ستونزه د افغانانو ترمنځ حل شي. دده په خبره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې حتمي دي او له دې هېڅ تېښته نه شي کېدلی، نو څومره ژر چې کېږي باید ددغه ډول خبرو زمینه برابره شي. لاوروف وایي ځینې هېوادونه غواړي چې د افغانستان د ستونزې سیاسي حل او د سولې خبرې پخپل واک کې ولري خو د حل دغه لار ناکامه ده. دده په خبره امریکا د تړلو دروازو تر څټ هڅه کوي له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي په داسې حال کې چې د ستونزې اصلي حل د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې برابرېدلی شي. نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې نن په مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ غونډه روانه ده. ویل کېږي چې په دغه غونډه کې تر اویا پورې سیاستوال او د سیاسي ګوندونو استازي حضور لري.




































