د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وایي، په یو لړ چاڼیزو عملیاتو کې ددوی ځواکونه بریالي شول چې دغه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیزي. د چارواکو په خبره په دغه عملیاتو کې شپږ دېرش وسله وال طالبان مړه او ټپیان دي. ددوی په خبره سر له سبا به موټرونو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. پر دغه لاره له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې عملیات روان وو. د اروزګان- کندهار لار نه یوازې ډېر وخت نا امنه وي بلکې ددغه لارې ورانوالی او له ستونزو ډک سړکونه هغه څه دي چې مسافر ترې شکایت کوي. د اروزګان اوسېدونکو تل ددې غوښتنه کړې چې دغه لار ورغول شي خو لا هم حکومت ددغه لارې د جوړېدو لپاره اقدام نه دی کړی.



































