افغان حکومت وايي، د سولې لپاره د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې له دوی سره په هغمږۍ ترسره کېږي. افغان حکومت وايي، د افغانستان د سولې په بهیر کې ټول اړخونه او ښکېلې خواوې باید د حکومت د سولې د طرحې په چوکاټ کې مخته ولاړ شي او له یادې طرحې ملاتړ وکړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وايي، د سولې لپاره روانې هڅې هغه مهال عملي پایلې لرلای شي چې له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شي او طالبان له حکومت سره د خبرو مېز ته کېني. چخانسوري وايي، د افغان حکومت له خوا چې د سولې لپاره کومه نقشه او طرحه جوړه شوې، په هغې کې د ټولو خواوو او ښکېلو اړخونو رول واضح شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې يو شمېر پخوانیو افغان چارواکو، د ملي شورا غړو او سیاستوالو په مسکو کې له طالب استازو سره دوه ورځنۍ ناسته وکړه چې افغان حکومت په کې برخه نه لرله. د دغې ناستې له پای ته رسېدو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي دا خبرې اترې ډېرې قناعت بخښونکې وبللې او د طالبانو د ۱۰ کسیز پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي هم په مسکو کې خبریالانو ته ویلي چې له افغان سیاستوالو سره دا خبرې ډېرې بریالۍ وې.




































