د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د کابل- کندهار پر لویه لار د دې ولایت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي دي. د یاد ولایت د ولایتي شورا رییس نصیر احمد فقیري وویل، چې یاده پېښه نن غرمه د دې ولایت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو مسافرو وړونکي او بار وړونکي موتر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. فقیري زیاته کړه چې په یاده پېښه کې د مسافر وړونکي موټر څلور او د باروړونکي هغه درې سپرلۍ مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. په ورته وخت کې د غزني د ملکي روغتون کارکوونکي وایي چې له دې پېښې دوی ته شپږ جسدونه او شپږ ټپیان وروړل شوي دي. د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.



































