ولسمشر غني نن ورځ د ننګرهار ولایت د شینوارو لویې ولسوالۍ ته په ناڅاپي سفر تللی دی او هلته یې له قومي مخورو او ځوانانو سره په خبرو کې ویلي چې سولې ته پیاوړې اراده لري او هڅه کوي چې په هېواد کې د ۴۰ کلنې جګړې له امله د وینې بهېدنې بهیر ته د پای ټکی کېږدي. نوموړي په خپلو خبرو کې د سولې مسایلو ته په اشارې ویلي چې سوله په کعبه شریفه کې غواړي نه په مسکو کې. هغه دغه راز وویل چې د سولې راتګ لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی خو ټینګار یې وکړ چې د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده او په دې اړه یې پرېکړه یوازې د ولس کار دی. هغه دغه راز په دې لیدنه کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د یادو سیمو د اوسېدونکو د همکاریو مننه کړې ده. د یادونې ده چې دې غونډې ته رسنۍ هم نه وې غوښتل شوې او د غونډې په تړاو د ولسمشر ویناوې د ولایت مطبوعاتي دفتر له خوا رسنیو سره شریکې شوې دي.




































